افغان لوبډلې زيمبابوې ته ماتې وركړه

د افغانستان کرکټ الف لوبډلهد افغانستان کرکټ الف لوبډلې په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې زمبابوې الف لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان د كركت بورد چارواكي وايي د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې زمبابوې د پنځو ویکټو په توپیر مات کړ.

ددغې لوبې پچه افغان لوبډلې  وګټله او د توپوهنې بلنه یی سیالې لوبډلې ته ورکړه. زمبابوې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یی د ۲۷۰ منډو هدف وركړ.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نواز خان ۲، فرید ملک ۲، شبیر نوري، شرف الدین اشرف او لوبډلمشر جاوید احمدي یو یو لوبغاړی له مخې ليرې كړل.

د كركټ بورد د معلوماتو له مخې افغان توپوهونکو  وكړاى شول دا  هدف په ۴۸،۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړي. د افغان لوبډلې له لوري په توپوهنه کې ناصر جمال ۷۳، رحمت شاه ۵۴، عمران جنت ۵۳ او لوبډلمشر ۴۶ منډې جوړې کړې. ددغې لوبې غوره لوبغاړي جایزه ناصر جمال ته ورکړل شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.