افغان محصل هند کې د سرو زرو مډال گـټلی

افغان محصل هند کې د سرو زرو مډال گـټلی

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۹ مه:

هندوستان کې یو افغان زده کړیال، د همدې هېواد له یو پوهنتون څخه د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د محمدالله زاکېوال په نوم دغه محصل چې د پکتیکا اوسېدونکی دی، د هندوستان له جهرکند پوهنتون څخه يې د کانونو انجینیرۍ په برخه کې مډال تر لاسه کړی دی.

زاکېوال د کانونو انجینیرۍ له پوهنځي څخه عمومي اول نمره هم فارغه شوی دی.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي چې د ياد پوهنتون مسوولينو زاکيوال سره ژمنه کړې چې پرته له ماسترۍ دورې بشپړيدو څخه کولای شي چې دوکتورا ته غوښتنليک ورکړي.

د افغانستان سفارت شازدافير طاهر قادري له محمدالله زاکيوال سره ليدلي، هغه ته يې د مبارکۍ ترڅنګ ستاينلک هم ورکړى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.