افغان ولسمشر د پاسپورت موده لسو کلونو ته وغځوله

افغان ولسمشر د پاسپورت موده لسو کلونو ته وغځولهافغان ولسمشر غني د یو تقنیني فرمان په ترڅ کې د پاسپورت قانون چې ویل کېږي، په ټولو نړیوالو معیارونو برابر دی، توشیح کړی دی.

د پاسپورت چارواکي وايي، په دې قانون کې د هېواد د وګړو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

ددې قانون له مخې د لویانو لپاره یوه ګڼه پاسپورت په ۵۵۰۰ افغانۍ او د کوچنیانو لپاره په ۳۲۵۰ افغانۍ اجرا کېږي.

هغه کسان چې پاسپورت یې ورکېږي اړ دي چې د بیا اخستو لپاره یې ۱۱۵۰۰ افغانۍ تحویل کړي.

د پاسپورت غوښتونکی کولای شي، ددې قانون له مخې داسې پاسپورت هم ترلاسه کړي چې د اعتبار مهال یې لس کاله وي.

دا قانون اجازه ورکوي چې حتی څو ورځنی (نو زېږدی) ماشوم هم پاسپورت واخلي خو د امنیتي ځواک ټپیانو ته به وړیا ورکول کېږي.

په همدې حال کې د کابل د پاسپورت ریس جنرال عبدالصبور وايي، د پاسپورت ادارې ظرفیت لوړ شوی او تر راتلونکې یوې میاشتې به د پاسپورت د توزیع کچه له دوه زره جلدو څخه څلور زرو ته لوړه شي.

د کابل د پاسپورت پر اداره په تېرو څو میاشتو کې د مراجعینو سخت تراکم دغه اداره له کاري لحاظه له ستونزو سره مخ کړې وه، معلومات په ډاګه کوي چې حتی هره ورځ لس زره کسانو د پاسپورت اخستلو لپاره دغه ادارې ته مراجعه کړې ده.

د پاسپورت ریاست د راپور پراساس د افغانستان مالیه وزارت هرکال د پاسپورت د ویش او بهرنیانو ته د وېزې له درکه تر دوه ملیارده افغانیو زیات عواید ترلاسه کړي دي. افغان ولسشمر همدا رنګه امر کړی، چې له دې وروسته د پاسپورت ریاست د عوایدو درې سلنه دې د نوموړي ریاست بودجې ته شامل کړل شي.

تبصره وليکئ