افغان پوځیانو نن دوه ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله بهر کړي دي

افغان پوځیانو نن دوه ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله بهر کړي دي

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۲۲مه:

افغان ځواکونو د دوو جلال ـ جلا عملیاتو پر مهال، دوه ولسوالۍ چې طالبانو په دې وروستیو کې نیولې وې، بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د فراه ولایت انار دره او د تخار ینګي قلعه ولسوالۍ چې طالبانو پرې منګولې خښې کړې وې، نن د پراخو پوځي عملیاتو په پایله کې بېرته نیول شوې دي.

خبرپاڼه کاږي، د دواړو ولسوالیو د بېرته نیولو په عملیاتو کې، وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان ځواکونو تېره اوونۍ هم بدخشان کې درې ولسوالۍ چې دوه یې پنځه کاله د طالبانو تر کنټرول لاندې وه او یوه بله ۳ میاشتې، د هغوی له ولکې بهر کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.