افغان ځواکونه د کندوز چاردرې ته ننوتل

افغان ځواکونهافغان ځواکونه نن غرمه مهال د کندوز چاردرې ته ورسېدل. په لارو کې ځای ځای له کلیوالو سیمو د طالبانو د بریدونو خطر و او په ځینو ځایونو کې کمینونو سره هم مخ شول، خو بالاخره د ولسوالۍ په یوه مهمه نقطه یې درې رنګه بیرغ ودراوه.

هغه سیمې چې افغان ځواکونو لاندې کړې کوچېدلي کډوال په چټکۍ سره ورستانه شول. په سیمه کې ځايي وګړي له افغان ځواکونو سره ټینګه همکاري‌کوي، چې د طالبانو پټن ځایونه او د خطرسیمې ورپه ګوته کړي.

چاردره په کندوز کې د طالبانو ترټولو مهم پنا ځای دی. که په دغه سیمه کې عملیات هغسې چې پلان دی له دریو خواوو ترسره شي، کیدای شي یو طالب هم خوندي له سیمې ونه وتلای شي.

په چاردره کې دطالبانو څلور مهم مرکزونه فعال دي، د افغان ځواکونو له خوا پردغو مراکزو بریدونه نه یوازې د کندوز امنیت د اوږد مهال لپاره خوندي کولای شي ورسره بغلان هم خوندي کیدای شي.

د یو بل خبر له مخې افغان ځواکونو د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ مرکز بیرته نیولی دی خو په اوو تګابونو کې لاهم طالبان پراته دي.

تبصره وليکئ