افغان ځواکونه وايي کندوز کې په لوړ مورال پر مخ روان دي

طالبانو د کندز له هوايي ډګره په شاتګ کړی دی او د طالبانو د ادارې مرکز چهاردره هم د ناټو تر هوايي برید لاندې ده.

افغان ځواکونه وايي کندوز کې په لوړ مورال پر مخ روان ديطالبانو غوښتل د کندز هوايي ډګر ونیسي او له درنو وسلو سره یې پرې برید پیل کړی و؛ خو له کندزه تازه راغلي راپورونه د کندوز د وضعیت په اړه وايي چې د ناټو او ملي امنیت په ګډو عملیاتو کې د کندز لپاره د طالبانو والي مولوي سلام او په کندز کې د لشکر طیبه د ترهګرې ډلې پاکستانی غړی حارث وژل شوي دي.

د ځايي خلکو له خولې مازیګر ناوخته د سه‌درک به بازار کې سلګونه طالبان له یو شمېر زیاتو ګاډو سره راټول شوي وو او غوښتل یې په هوايي ډګر برید وکړي.

افضل امان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس وايي چې طالبان له هوايي ډګر څخه په لرې واټن کې دي او د هوايي ډګر د نیولو ګنګوسې بې بنسټه دي.
هوایی ډگر ته څیرمه کمانډو په لوړ مورال جنگ روان ساتلی او ډاډ ورکوي چی پرمختگ کوي او طالبان یې کمزوري کړي دي.

تبصره وليکئ