افغان ځواکونه په یوازې سر د وسله والو د مقابلې جوګه نه دي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال جان کمپبل وایی، افغان هوایی ځواکونه به ونه شي کولای چې تر ۲۰۲۰ کال پورې له  وسلوالو سره په یواځې سر وجنګیږي. ښاغلی کمپبل په افغانستان کې امریکایی ځواکونو ته د ډیر واک غوښتنه کوي او وایی د طالبانو پرضد د بریدونوپه ډیرولو سره  کولی شو دغه ډله د سولې خبرو ته چمتو کړو.

جان کمپبل مني چې متحدو ایالتونو د افغان  هوایی ځواکونو د تجهیز لپاره ناوخته کارپیل کړی دی. دغه امریکایی جنرال وایي که په افغانستان کې امریکایی ځواکونو ته ډیر واک ورنه کړل شي او افغان ځواکونه هم خپلې هڅې جدي نه کړي، د بدلون امکان نشته.

د امریکا پوځ

هغه وایی:  «دوه زره شلم کال ښایی افغان  هوایی ځواکونو ته د ښه فکر کال وي. امریکا د افغانستان د هوایی ځواکونو د را منځته کېدو  کار ډیر وروسته پیل کړ. بله مهمه مساله دا ده چې که غواړئ پر طالبانو فشار راوړئ  او د سولې خبرو ته حاضر کړئ باید پر دې ډلې فشار زیات شي، چې یوه لار  پر دې ډلې حمله ده.»

بلخوا د ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت ویاند وایی که څه هم داعش افغانستان او سیمې ته یو ګواښ دی، خو په افغانستان کې دا ډله ښه ځپل شوې او  له (۴۰۴) ولسوالیو څخه اوس د دغې ډلې فعالیت یواځې د ننګرهار په یوې ولسوالۍ کې محدود شوی دی. د ده په ویناو د داعش زیاتره غړي پاکستانیان دي.

داعش جنګیالیو تېر کال په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل او تر اوسه یې هېواد کې د څو خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی. بلخوا امریکایی ځواکونو ته هم اجازه ورکړل شوې چې پر دغې ډلې پرضد په افغانستان کې هوایي بریدونه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.