افغان ځواکونه وايي کندوز ښار يې نيولی دی

د کندوز د بیرته نیولو جګړه پیل شوهپه کندوز ښار کې دجګړې انډول بدل شو او افغان ځواکونه وايي طالبان د تېښتې په حال کې دي. سره له دې چې يو  شمېرطالبان د خلکو له کورونو ډزې کوي خو هغه قوت يې بايللی چې ښار وساتي.

قوماندان سخي اندرابي وايي په چوک ولاړ دی او طالبان له ښاره په پټو لارو تښتي.

ځايي خلک وايي طالبان خپلو مههمو ملګرو ته زياتره يې بهرنيان دي اوږه ورکوي چې له ښاره د چادرې و خواته ژوندي ووځي.

طالبانو خلک, ميرمنې او ماشومان له کورونو راايستلي چې له دوی سره په کاروانونو کې ولسواليو ته لاړ شي او په دې توګه د ملکي خلکو په سپر کولو سره ځانونه له کمينونو او مخامخ جګړې خوندي کړي.

يو افغان محلي خبريال دوه ساعته وړاندې وويل طالبانو سوپرمارکېټونه او دکانونه ولوټل او ماليدل چې په کارتنونو ريدبل انرژۍ يې په جنګياليو ويشلې.

د افغان ځواکون رهبري د 202 شاهين قول اردو له مشر عبدالحميد وردګ سره ده او جنګ ته دنوموړي له ګډېدو سره مورال ډېرغښتلی شو.

ځانګړي ځواکونه هم دلوی چوک په شان په مهمو  موقعيتونو کې ځای پرځای شوي دي.

راپورونه وايي ملکي تلفات زيات دي خو په لاره ښاره ايستل کيدونکي دطالبانو جسدونه هم زيات ليدل شوي دي.

د جګړې په لومړيو کې دطالبانو واي, مرستيال يې او د يوې پاکستانۍ طالب ډلې مشر له لسو نو مشرانو سره يې ووژل شول.

تبصره وليکئ