افغان ځواکونو د کندز دشت ارچي ولسوالي له طالبانو ونیوله

افغان ځواکونو د کندز دشت ارچي ولسوالي له طالبانو ونیوله

محور؛ شنبه، د تلې میاشتې ۲۰ مه:

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان ځواکونو د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات له څوو ورځو راهېسې پیل شوي و چې تېره شپه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

خبرپاڼه کاږي، د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې، د طالبانو ۵ مراکز له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، له شپږو میاشتو راهیسې په غزني، بدخشان، کندز، تخار او فاریاب ولایتونو کې ۱۲ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له کنټروله آزادې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.