افغان ځواکونو ۶۷ اورپکي وژلي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷ وسله وال مخالفین وژلي دي.

دغه عملیات په کندوز، بدخشان، بلخ، اروزګان، غزني، پکتیا او پکتیا کې ترسره شول.

کورنیو چارو وزارت مقامات وايي، په وژل شوو سربیره ۱۳۵ وسله وال مخالفین زخمیان دي او ۱۴ یې ژوندي نیولي دي.

پولیس وايي، وسلې یې نیولې او څو طالب پټنځایونه یې هم په یاد شوو سیمو کې له منځه وړي دي خو د افغان ځواکونو لوري ته د وراوښتو زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.

په وروستیو کې د وسله والو مخالفینو تحرکات زیات شوي او په ډېرو سیمو کې طالبان ډله ییز عملیات کوي او په ځینو امنیتي تاسیساتو غلچکي بریدونه کوي.

 

تبصره وليکئ