افغان ځواکونو سږ کال پر طالبانو زیاتې حملې کړي دي

افغان ځواکونو سږ کال پر طالبانو زیاتې حملې کړي دي

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۹ مه:

سیګار په خپله تازه راپور کې چې پنټاګون ته يې ورکړی ویلي، افغان ځواکونو سږ کال په طالبانو تر ټولو زیات خپلواک عملیات ترسره کړي دي.

راپور کې ویل شوي، طالبانو هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې په دې لړ کې يې  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیګار په خپاره شوې راپور کې راغلي، غوڅ ملاتړ ماموریت د ۲۰۱۹ کال د جون او اګسټ میاشتې ترمنځ پر طالبانو ۷۱۸۳ بریدونه ترسره کړي دي.

دغه بریدونه زیاتره د افغانستان په سویلي، لویدیځ شمال ختیځو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

سیګار په خپل رپوټ کې ویلي، د ٢٠١٩ کال د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې د طالبانو د حملو له لاسه د ملکي خلکو د زیان کچه د تېر کال په مقابل کې درې چنده زیاته وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.