امریکايي سناتوران: له طالبانو سره احتمالي هوکړه باید وڅارل شي.

امریکایي سناتورانو د افغان سولې بهیر د ښې څارنې لپاره لایحه چمتو کړې ده. د دغې لایحې له مخې باید حکومت په دوو میاشتو کې له طالبانو سره د جورجاړي په تړاو کانګریس ته راپور ورکړي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړي باب منیندیز ویلي  له شک  پرته  په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د کمیدو وخت را رسیدلی دی. او له دې سره سم به پوځي عملیات هم کم شي. هغه وايی دا دوه ګوندیزه لایحه د امریکا له موخو سره سمه د جګړې د پای لپاره د یوې سیاسي حل لارې په موخه  یو مناسب ګام دی. دا سند په افغانستان کې د سولې په هوکړه کې  د بشري حقونو وضعیت، د قانون حاکمیت او د رسنیو او مدني ټولنې آزادي څاري.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايی طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او له القاعده شبکې سره یې اړیکې پرې کړې دي؛ اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته یې هم غاړه ايښې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.