امریکایي سناتوران: پاکستان اوس هم له ترهګرو ملاتړ کوي

امریکایي سناتوران: پاکستان اوس هم له ترهګرو ملاتړ کوي

محور؛ شنبه، د تلې میاشتې ۲۰ مه:

د هند “هندوستان ټایمز” ورځپاڼه راپور ورکوي، امریکايي سناتورانو ویلي چې پاکستان دې له ترهګرو ډلو څخه خپل ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.

یوه لوړپوړې امریکايي سناتوره، مېګي حسن، د جمعې په ورځ، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پاکستاني چارواکو سره یې په آسلام آباد کې ملاقات درلود، وویل چې پاکستان باید له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي.

مېګي حسن اوس په هند کې ده او له دې سره بل سناتور کرېس وان هلین هم مل دی. دوی دواړو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان تر اشغال لاندې کشمیر له نورو چارواکو سره وکتل او پخپله د ترهګرۍ او ورسره د ترهګریزو ایډیالوژیو په اړه يې خبرې اترې وکړې. دوی پر کشمیر هم وغږېدل او بیا کشمیر ته يې سفر هم وکړ او همالته يې پر هند غږ وکړ چې ګرځبندیز لرې کړي، اسیران راخوشې کړي او مخابراتي خدمتونه بېرته فعال کړي.

په هند کې به هم دغه دوه سناتوران له هندي مهمو سیاستوالو او سوداګریزو مشرانو او هلته د امریکا سفارت له کارکوونکو سره ګوري او پر کشمیر، د امریکا-هند په دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالې سوداګرۍ خبرې کوي.

یاده دې وي چې دغو دوو سناتورانو افغانستان ته هم سفر درلود او هلته يې له افغان سیاستوالو او ښځو سره وکتل او دوی دې پایلې ته ورسېدل چې په افغانستان کې د داعش مسله جدي ده او باید غمه یې وخوړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.