امریکا او چین د افغانستان په اړه نوې ژمنې تازه کړېدي

امریکا او چین د افغانستان په اړه نوې ژمنې تازه کړېديولسمشر شي جین پینګ له امریکي څخه وغوښتل، چې باید د نړۍ د نظم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکوپه اړه یو نوی باب پرانستل شي. نوموړی وویل د چین او امریکي ترمنځ اړیکو هغه وخت تغیر وکړ، کله چې ما په خپله د امریکې له چارواکو سره ولیدل. موږ پریکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ستراتیژیکي اړیکي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ راکړه ورکړه او د دواوړو هېوادونو ترمنځ په مساوی توګه چې یو بل ته احترام پکې وي، تعلقات پراخه شي.

نوموړی زیاته کړه: موږ پوهیږو چې په نړۍ کې ممکن بدلونونه رامنځته شي او موږ دې ته په کتو خپلې اړیکې په یو نړیوال نوښت بدلوو. زموږ اړیکې به په نړیواله کچه یوه تاریخي بیلګه وګرځي. هغه وویل؛ دا اړیکې به په مساوی او یو بل ته د احترام په کچه متناسبې وي.
دا مهال د امریکي او چین ترمنځ خپلمنځې تجارت تر ۶۰۰ میلیارده امریکايي ډالرو زیات شوي دي. د دواوړو هېوادونو ترمنځ په نظامي، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې اړیکې مخ پر زیاتیدو دي. همدا رنګه د ویزې پر آسانولو او د کاروبار په پراخولي هم خبرې اترې وشوې.

دواړو هېوادونو یو ځل بیا د اړیکو په پراخوالي، د ترهګرۍ پر ضد جنګ، په نړیواله کچه سولې ته لاره اوارولو او د چاپیریال د چټلتیا څخه د مخنیوي په اړه تودې او سپینې خبرې وکړي. دوی ټینګار کاوه، چې په نړیواله کچه د نړیوال اقتصادي بحران څخه به مخنیوی کوي او د ایران او امریکي ترمنځ د زروی وسلو پر سر د پریکړې ملاتړ او د ایبولا ناروغۍ په مهارکولو کې به هڅي.
د خبرو اترو په پای کې دواړو هېوادونو یو ځل بیا له سره ټینګار وکړ چې افغانستان ته به د دوامداره مرستو ملاتړ وکړي او هره هغه لاره چې په افغانستان کې له سولې سره مرسته کوی، تعقیب کړي.

تبصره وليکئ