امریکا ته د خان سفر؛ پاکستان درواغ ویلي و که ټرمپ پښېمانه شو؟

امریکا ته د خان سفر؛ پاکستان درواغ ویلي و که ټرمپ پښېمانه شو؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر دوی خبر نه دي.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، دوی په دې اړه هېڅ اطلاع نه لري.

 

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې لومړی وزیر عمران خان د جولای په ۲۲ مه نېټه امریکا ته ځي او هلته به له ډونالډ سره پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وکړي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې د دواړو هېوادونه د عمران خان او ټرمپ له راتلونکي سفر پوه او خبر دي.

 

تر دې وړاندې امریکا پاکستان ته ګواښ کړی و، که د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي، مرستې به پرې ودروي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.