امریکا د طالبانو ضد عملیات محدودي

امریکا د طالبانو ضد عملیات محدودي

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۲ مه:

نیوز ویک لیکلي، چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون خپلو سرتېرو ته امر کړی تر څو د طالبانو پر ضد نظامي عملیات یا ودروي یا یې هم محدود کړي.

نیوز ویک د پنټاګون چارواکو له قوله لیکلي، چې د طالبانو پر ضد به د امریکايي ځواکونو عملیات محدود کېږي خود داعش پر ضد به جاري وي.

راپور کاږي چې امریکا به د افغان پوځ روزنه او هغوی ته مشورې ورکول هم ودروي.

له دې وروسته به امریکايي پوځان د طالبانو پر مشرانو بریدونه هم نه کوي.

بهرني ځواکونه له ۲۰۱۴ کال راهېسې له طالبانو مخامخ جګړه کې هېڅ راز ونډه نه لري او د جګړې ټول مسوولیت او مشري د افغان سرتېرو پر غاړه دي.

د طالبانو پر ضد ډېری پوځي عملیات افغان کومانډویان ترسره کوي چې چارواکي یې بریالي بولي.

امریکایي پوځيان یوازې د مشورې برخه کې له افغان ځواکونو سره مرستې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.