امریکا: د هوايي بمبارۍ قربانیانو ته تاوان ورکوو

امریکا: د هوايي بمبارۍ قربانیانو ته تاوان ورکوود امریکا ددفاع وزارت اعلان کړی د هغو قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکوي چې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون کې د امریکایي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د پنتګان ویاند پیترکوک په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د امریکا لپاره په بمبارۍ کې د وژل شوو کورنیو ته غرامت ورکول ددوی لپاره د اهمیت وړ موضوع ده.

امریکايي ځواکونو تېره اونۍ پرکندوز د طالب بریدګرو د ځپلو لپاره بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې د بې سرحده ډاکترانو یو روغتون هم په نښه شو. په یاده پېښه کې د ډاکترانو او ناروغانو په شمول ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۳۰ زیات نور یې ټپیان شول.

ملګرو ملتونو او د بې سرحده ډاکترانو ټولنو دغه عمل په کلکو ټکو غندلی او د بې سرحده ډاکترانو ټولنې خو دا جنګي جرم ګڼلی چې باید بې پرې پلټنې یې وشي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ویلي، نړیوالو هراړخیزه څېړنو ته اړتیا ده ځکه چې د ۳۳ لادرکه شوو وګړو په اړه یې اندېښنه له زغمه وتلې ده.

تر دې وړاندې د امریکا ولسشمر ددې پېښې په تړاو له افغان ولسمشر غني او د بې سرحده ډآکترانو له ټولنې بښنه غوښتې وه او ژمنه یې وکړه چې په دې تړاو به د تحقیقاتو ترڅنګ هراړخیزه جبرانونکي ګاموونه واخلي.

څو کاله وړاندې په کندوز کې ناټو ځواکونو د تېلو په هغو ټانکرونو هم هوايي بمباري وکړه چې طالبانو له لویې لارې ګرځولي وو او عام وګړي د تیلو ایستلو لپاره ددې ټانګونو څنګ ته ورغلي وو. په یاده پیښه کې هم ګڼ شمیر کسان ووژل شول او د ناټو په دې تړاو د بښنې ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره د مالي مرستې یا تاوان پرېکولو خبره راپورته کړه.

تبصره وليکئ