امریکا په الوتکو کې د کمپیوټرونو لیږد رالیږد بند کړ

د امريکا د کورني امنيت وزير ويلي، ډير ژر به په الوتکو کې د لپ ټاپونو پر لېږدولو بنديز ولګوي.
جان کلې ويلي، له ترهګريزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره ښايي مجبور شي، چې په الوتکو کې د لپ ټاپ کمپيوټرونه پر لېږد رالېږد بنديز ولګوي. دا بنديزونه په امريکا کې د الوتکو ټولو کورنيو او بهرنيو پروازونو ته شامليږي.
د منځني ختيځ او شمالي افريقا له يو شمېر هېوادونو اوس هم امريکا ته تلونکي کسان، د الوتکې کابين ته د لپ ټاپ د وړلو اجازه نه لري. جان کلې ويلي، دوی به الوتکو ته په پورته کېدونکو وسايلو څار ډير کړي، څو الوتکې له ترهګريزو ګواښونو سره مخ نه شي.
د دې بنديزونو د لګول کيدو کره نېټه نه ده ښوودل شوې، خو يو شمېر هوايي شرکتونو اندېښنه ښوودلې، چې په دې سره به يې د مساپرو په شمېر کې کموالی راشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.