اوباما؛ په افغانستان کې د امریکا حضور لازمي دی

اوباما؛ په افغانستان کې د امریکا حضور لازمي دیوروسته له هغې چې په افغانستان کې د وسله والو یاغیانو بریدونو زور واخیست او د انساني او مالي زیانونو ترڅنګ یې رواني اندښنې زیاتې کړې، اوس د امریکا ولسمشر ویلي؛ له افغانستانه د پوځيانو د ویستلو پر پلان له سره غور کوي
ولسمشر باراک اوباما چې په خپله وروستې مرکه کې ډېر قهرجن ښکاریده وايي: زه باید د پوځي بریدونو پر ځاي پرسیاسي مصلحت فکر وکړم.

نوموړی زیاتوي: په افغانستان کې په تیره اونۍ کې بیا سل ډوله کیسې رامنځته شوې! دا پداسې حال کې ده چې موږ د افغان حکومت د ملاتړ په موخه په میلیاردونو ډالر مصرف کړل، خو بیا هم موږ له کړکیچنو حالاتو سره مخ یوو. نو موږ ویلی شوو ، چې لا تراوسه موږ اړتیا لرو چې په افغانستان کې د حالاتو د سمولو په موخه ښکېل وو.

دا خبرې پداسې حال کې کیږي، چې ولسمشر اوباما په تیر دسمبر کې له ۱۰۰۰۰ پوځیانو پرته د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی و. خو د افغانستان د حکومت د مخالفینو د وروستیو بریدونو له کبله امریکا ځان مجبور احساسوي،‌ چې په سیمه او افغانستان کې خپل ډېر شمېر پوځیان پریږدي. دا بهرنیانو داډول وتل یوه تکراي کیسه لري، خو داپه امریکا پورې اړه لري، چې څرنګه نتیجې ته ځان رسول غواړي. له افغانستانه د شوروي له وتلو سره سم هم مجاهدینو په افغانستان کې د حکومت او ولسي وګړو پرضد بریدونه پراخه کړي وو، خو هغه وخت روسیې په افغان جنګ کې د بیرته مداخلي هیڅ ډول علاقه ونه ښووده. شنونکي اوس وايي البته په عراق او افغانستان کې د امریکا له تګلارې داسې ښکاري، چې دغه هېواد نه غواړی سخت دریځو ته موقع په لاس ورکړي، چې ډېرې سیمې لاندې کړي.

غربي سیاسي شنوونکي هم وايي چې امریکا اړ ده، د افغانستان په اوسني وضعیت کې ډېر په ښکاره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي.
بل لورته ولسمشر اوباما د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل: په سوریه کې پوځي مداخله ډېر سخت، کړکیچن او لوی کار دی. همدا علت دی چې موږ ترې ډاډه کوو.

ده وویل: امریکایانو له عراق او افغانستان څخه ډېر څه زده کړل، پدي هېوادونو کې امریکایانو د عراقیانو او افغانانو د خوندیتوب په موخه ډېر وخت، زیار او وسایل له لاسه مصرف کړل، موږ هیله درلوده چې په عراق او افغانستان کې به د ولسواکي ثمر په رښتینې توګه دوی ته ورسیږي خو هغه څه چې په واشنګټن کې ناستو خلکو ورباندې فکر کاوه، ونه شول.

خو اوباما زیاته کړه: خلک باید پدې هکله موږ ملامت نکړي او نه موږ سستي کړی ده.

((همدا علت دی، ما هغه څه چې په سوریه کې اړین وو ترسره کړل، یانې موږ باید هغه څه چې د سرته رسولو توان یې نلرو پیل نکړو. د سوریې په اړه چې باید موږ جنګ ته ور ودانګو کنه، باید له خپلو سلاکارانو څخه مشوره واخلم، اساسي سوالونه شته چې آیا موږ یې وس لرو که نه؟))

اوباما زیاته کړه:

((موږ به د داعش په اړه هم پریکړه وکړو چې آیا د دوی تعقیب اړین دی کنه؟ آیا عراقي پوځیانو ته د رزوني اړتیا شته کنه؟ آیا له افغانستان څخه څادر راغونډول پکار دی کنه؟))

تبصره وليکئ