ایران د افغان سولې په تړاو د امریکا ادعاوې رد کړې

ایران د افغان سولې په تړاو د امریکا ادعاوې رد کړې

محور: پنجشنبه، د مرغومي ۱۹مه

ایران د امریکایي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې دغه هیواد د افغانستان د سولې بهیر پروړاندې ستونزې جوړوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون وویل ایران هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل  تهران له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع سره یو ځای کېدو څخه ډډه کړې او دا هېواد د خپلو پخوانیو نړیوالو هڅو په دوام په افغانستان کې د توند لارو ډلو د ملاتړ له لارې د سولې بهیر د کمزوره کولو لپاره فعالانه هڅه کوي. خو په کابل کې د ایران سفارت د امریکا دا ادعاوې بی اساسه بولي. په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي هېواد یې تل په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره هڅه کړې او دا د ایران د  اسلامي جمهوریت ستره موخه ده.  امینیان وايي:( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زرګونه کیلومتره لیرې راغلی او خبره یې کړې، زما په نظر د افغانستان چارواکي باید خبره وکړي، موږ په هیڅ مسله کې نه یوازې مداخله نه ده کړې، حتی د سولې په خبرو کې موخپل حضورهم په دې پورې تړلی چې باید د افغانستان د خلکو استازي په کې حضور ولري) په ایران تور دی چې د افغانستان په لویدیځ کې له طالبانو ملاتړ کوي، تهران مني چې له طالبانو سره اړیکه لري خو ملاتړ یې نه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.