ایران وايی بهرنیان په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې ناکام دي

ایران وايی بهرنیان په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې ناکام دي

محور؛ دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه
ایران وايی په افغانستان کې مېشت بهرني سرتیري او بنسټونه له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ناکام دي. دغه هیواد وایي په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره ډیر شوی دی. د نشه يی توکوو پر وړاندې د مبارزې ایراني بنسټونه وایي روان کال او راتلونکی کال ددوی کارونه ډېرېږي. ددوی په خبره په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید دوه برابره شوی دی چې دا مسئله افغانستان او ایران دواړو ته نوې ستونزې زېږولی شي. د سرچینې په خبره په افغانستان کې تولید شوي نشه يي توکي د ایران له لارې لېږدول کېږي نو ځکه دوی باید خپل اقدامات ولري. ایران دغه راز په افغانستان کې مېشت بهرني عسکر او بنسټونه هم له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ناکام بللي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.