ای سي ار سي‌ وايي، کندوز کې د روغتیايي توکو قحطي ده

ای سي ار سي‌ وايي، کندوز کې د روغتیايي توکو قحطي دهپه کندوز کې د روغتیايي خدماتو یو نادولتي‌ دفتر وايي، په کندوز کې تلفات او د جګړې ټپیان زیات دي‌او دوی روغتیايي توکو، دوا او حتی پرسونلو ته اړتیا لري.
دغه دفتر چې د خپل روغتون له لارې سملاسي‌په کندوز کې د جګړې ټپیان تداوي‌کوي، وايي، نه د روغتیايي توکو د رسېدو طریقه بیړنۍ ده او نه کافي‌اندازه کارکوونکي‌لري، چې هلته پېښ شوي ناورین ته رسیدګي‌وکړي.

په کندوز کې ددغه مرکز یو ډاکتر پیتر اسمیت وايي د پرسونل له کمي سره مخ یو او د جګړې په وجه پرخپل وخت درمل ندي‌رسېدلي.
د ورځې په اوږدو کې نن هم د کندوز ښار په څنډو کې جګړه روانه وه او زیاتره قربانیان ولسي وګړي‌دي، چې د کندوز ښاري روغتونونو ته راانتقال کېږي.
د کندوز حوزوي روغتون هم له ټپیانو ډک دی.

غرمه مهال دولتي‌ روغتون هم معلومات خپاره کړل، چې چې ۴۳۶ ملکي ټپیان یې په بسترونو کې پراته دي او ۵۱ د مړو جسدونه تراوسه روغتون ته وروړل شوي‌دي.
ددغه روغتون چارواکو هم وویل، له دې کبله چې روغتون د طالبانو د هجوم له کبله د چارو له ټکنيتوب سره مخ شوی دوی په مکمل ډول هرڅه ته نشي‌ رسېدای.
کندوز ته څېرمه نور روغتونونه چې ټول سهولتونه ولري‌ نشته.

د جګړې ددوام له کبله هره شیبه د ټپیانو او قربانیانو شمیر زیاتېدونکی دی او طالبان لاهم مقاومت ته دوام ورکوي.
په کابل او ځینو شمالي‌ولایتونو کې د مدني ټولنو فعالان لګیا دي، چې کندوز لپاره وینه ټوله کړي‌او له ټپیانو سره په خپل توان مرسته وکړي.

تبصره وليکئ