بندي خبريالې ته د مطبوعاتو جايزه وركړل شوه

په آذربايجان كې د آزادۍ راديو خبريالې خديجه اسماعيلوا د ملګرو ملتونو د مطبوعاتو جايزه ترلاسه كړه . دا جايزه چې پنځه ويشت زره امريكايي ډالره مالي ارزښت لري هركال يې ملګري ملتونه د يوه كولمبيايي خبريال ( كويلرموكانوايساز) په نامه وركول كيږي، دا خبريال په ۱۹۸۶ م كال كې د خپلې ورځپاڼې د دفتر مخې ته ووژل شو. خديجه اسماعيلوا چې آزادې اروپا له راديو سره كار كوي په باكو كې نيول شوې او د محكمې د پريكړې له مخې ښايي تر دوو مياشتو پورې بندي پاتې شي.خو د اسماعيلوا مدافع وكيل د آذربايجان د څارنوالى تورونه رد كړي دي. ويل كيږي هغه د يوه شكايت له مخې نيول شوې ده .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.