تاجک ځواکونو له افغانستان سره د پولې په دریو نقطو کې تصفيوي عملیات پیل کړل

تاجک ځواکونواشیاپلس وايي، د تاجکستان امنیتي ځواکونو له افغانستان سره په تړلې پوله په دریو سیمو کې چې تاجکستان ته له افغانستان څخه د ننوتو لارې دي، د سخت دريځو پرضد تصفيوي عملیات له پیل کړي دي.

د عملیاتو دپیل لومړنۍ سیمه د خطلون ولایت د پنج سیمه ده چې د افغانستان له بدخشان سره تړلې. دویمه نقطه د افغانستان د اشکاشم ولسوالۍ سره تړلې او درېیمه سیمه روزوي ده چې د بدخشان له درواز ولسوالۍ سره هم سرحده ده.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ویاند محمد اولواخوجي وايي چې دغه پریکړه د ملي امنیت په محلي کمېټه کې فیصله شوې چې په یادو سیمو کې دترهګرو پرپټنځایونو عملیات وکړي او دتاجکستان ته د ننوتو پرانستې سیمې کنټرول کړي چې سخت دريځی جنګیالي یاد هیواد ته د ننوتو چانس پیدا نکړي.

د نوموړي په وینا دغه اقدامات پرکندوز د طالبانو له بریدونو وروسته ترسره کېږي او تاجکستان ویره لري، چې وسله وال یاغیان د افغانستان تاجکستان پرپوله منځنۍ اسیا ته د جنګ د لېږدولو تابیا نیسي.

تبصره وليکئ