تازه دمي ځواکونه کندوز ته ورسېدل او ژر به تعرض پیل شي

تازه دمي ځواکونه کندوز ته ورسېدل او ژر به تعرض پیل شيګڼ شمیر تازه دمي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې کندوز هوايي ډګر ته رسېدلي‌ ژر به تعرض پیل کړي.

راپورونه وايي له کابل او بغلان سربیره له تخار ولایت څخه هم ګڼ شمیر افغان ځواکونه کندوز ښار څنډو ته رسېدلي او عملیات پیلوي.

طالبان په ښار کې د چور په حال کې دي، دوی اکثره کوښښ کوي وسلې او مهمات راټول کړي او له ښاره د وتلو په ډول جګړه کوي. د طالبانو لاس ته ډېر موتر او مهمات هم لویدلي دي.

اخري برید په امنیت ریاست و، او هم یې د کندوز زندان مات کړی چې زیاتره خطرناک طالبان پکې ساتل کېدل.

ځايي خلک وايي، دوی دفترونه پریښودي او ټول د هوايي ډګر وخواته راغلي دي.

د ملګرو ملتونو او نورو بهرنیو موسسو کارکوونکي د لسو پروازونو په ترڅ کې له کندوز څخه روغ ایستل شوي دي.

 

تبصره وليکئ