ترکمنستان له افغانستان سره پرپوله نوي ځواکوونه ځای پرځای کړل

ترکمنستان له افغانستان سره پرپوله نوي ځواکوونه ځای پرځای کړلترکمن مقامات وايي، په افغانستان کې له روان وضعیت نه اندېښنه لري او په شمال کې وروستیو ناامنیو مجبور کړي، چې نوي ځواکونه له پرمختللو تجهیزاتو سره له افغانستان سره خپلې شریکې پولې ته راولېږدوي.

۷۰ سلنه نوي‌ پوځي مهمات چې یې پولې ته رالېږلي، ددوی په خبره په معاصره تکنالوژۍ سمبال دي.

هغه ترکمن سرتېري چې سرحدي سیمو ته تازه راوستل شوي، په مري او لمبپ ولایتونو کې یې د ترهګرۍ پرضد د جګړې او سرحد ساتنې روزنه اخستې ده. دوی له سختو او اوږدمهالو تمرینونو وروسته له افغانستان سره ددغه هیواد سرحد ته راانتقال کړای شول.

ترکمن مقامات وايي، سرحد ته راغلي عسکر یې پوره امکانات، تجهیزات او حتی د هوايي ځواک امکانات لري چې په جګړه کې ددوی مرسته وکړي.
ددې ټولو باوجود یوې ترکمنې سرچينې اې کې ای پرس ته ویلي؛

((‌د هرڅه باوجود دا شمیر سرتیري، امکانات او وسلې یې د هغه وسله وال مخالف پرضد د جګړې لپاره کمې دي، چې ترکمن دولت یې څیره رسم کړې او د ترکمنستان خاوره باید ځنې وساتل شي‌))‌.

سرحدي ځواکونو مسولین وايي،‌له ولسمشر سره یې په یوه ګډه امنیتي غونډه کې فیصله کړې چې له نورو ولایتونو به هم اضافي ځواکونه د افغانستان پولې ته راولېږدوي.
له افغانستان سره پر پوله دېره ترکمن ځواکونه څه نه وايي، چې ولې دومره شدید اکمالات کوي او خط ټینګوي، خو په کندوز کې وروستیو ناامنیو او په یاد ښار د طالبانو هجوم ټوله منځنۍ اسیا خوځولې ده. ددغو هېوادونو په بیړنیو امنیتي غونډو کې پرېکړې شوې، چې ټول تمرکز له افغانستان سره شریکې پولې خوندیتوب ته واړوي، چې وسله وال یاغیان له پولې منځنۍ اسیا هیوادونو ته وانه وړي.
د یادونې ده، چې په کندوز کې هم د افغان طالبانو ترڅنګ ګڼ د منځنۍ اسیا طالبان ووژل شول، چې شنونکي فکر کوي، دوی هڅه کوي خپلو هیوادونو ته د اوښتو موقع پیدا کړي او هلته د خپلو دولتونو پرضد نوې جګړه له نویو تګلارو سره پیل کړي.

تبصره وليکئ