ترکیې اعتراض کړی چې روسیې یې هوايي پولې ماتې کړي

ترکیې د دوهم ځل لپاره د روسیې سفیر احضار کړی او د روسیې لخوا یې د خپلو هوايي پولو ماتول غندلي. ترکیه وايي، دا دوهمه ورځ ده چې روسي جنګي جهازونه د دوی له هوايي پولو سرغړونه کوي.

ترکیې اعتراض کړی چې روسیې یې هوايي پولې ماتې کړيد ترکیې خارجه وزیر په انقره کې د روسیې سفیر احضار کړی او د دوهم ځل لپاره یې د روسیې لخوا د خپلو هوايي پولو ماتول غندلي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي چې د یکشنبې په ورځ روسي جنګي جهازونه د سوریې سره په سرحد کې د ترکیې خاورې ته رااوښتې دي.

دغه چارواکی د نوم په نه ښودلو سره ویلي چې د شنبې په ورځ ترکیې دا اعلان کړه چې روسي جهازونه له سوریې سره په سرحد کې د دوی اړخ ته رااوښتې وې. یوه ورځ وروسته دا پېښه بیا تکرار شوه چې ترکیې جدي غبرګون پرې ښودلی دی.

ترکیې مخکې له مخکې روسیې ته ګواښ کړی و چې که ورته پېښې رامنځته شي نو دواړو خواو ته به یې پایلې ډېرې ناسمې وي.

د روسیې غبرګون:
د روسیې دفاع وزارت د لومړۍ پېښې تائید کړی او ویلي یې دي چې د هوا د خرابوالي له کبله د دوی یو جنګي جهاز د څو ثانیو لپاره د ترکیې هوا ته اوښتی و.
ناتو دغه اقدام وغندلو او روسیې ته یې ګواښ کړی. ترکیه د ناتو غړی هېواد دی او د ناتو د تړون پر بنسټ که د ناتو په هر غړي هېواد بهرنی برید وشي نو نور هېوادونه به یې ګډې دفاع ته رادانګي.
روسي جنګي جهازونو د سپتمبر له دېرشمې څخه په سوریه کې خپل هوايي بریدونه پیل کړي. روسیه وايي د دغو بریدونو څخه یې موخه د داعش او نورو ترهګرو ډلو خپل او له منځه وړل دي. خو غرب وايي روسیه په سوریه کې د بشار اسد په سوله‌ییزو مخالفانو هم برید کوي.

تبصره وليکئ