جرمني په ناټو فشار راوړي چې په افغانستان کې ماموریت وغځوي

جرمني په ناټو فشار راوړي چې په افغانستان کې ماموریت وغځويد جرمني یوه ورځپاڼه وايي، هېواد یې هڅه کوي، په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړي.
له ناټو ماموریت سره تړلې یوه جرمني سرچينه وايي، مهمه نده چې موږ څه لاسته راوړنه لرله او د ۸۵۰ روزونکو رول مو څه دی، مهمه داده چې پر کندوز د طالبانو برید او ددې ښار په نیولو سره موږ اړ شوي‌ یوو چې ووایو په افغانستان کې لاهم د ناټو د شتون ضرورت دی، چې هم ترهګر وځپي او هم د افغان ځواکونو پوځي وړتیاوې لوړې کړي.

سرچينه وايي، په بروسل کې راتلونکې اونۍ کې به د ناټو غړو هېوادونو ددفاع وزیرانو په غونډه کې حتمي په دې بحث وشي، چې ماموریت څرنګه تمدید شي او ښايي د ناټو غړي اړ ایستل شي،‌چې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدید کړي.
سرچينه وايي، په افغانستان کې د ناټو پوځونو دماموریت د تمدید صلاحیت یوازې له دفاع وزیرانو سره هم ندی او موږ تمه کوو چې بهرنیو چارو وزیران هم په دې اړه شواهدو او شرايطو ته په کتو د پوځي ماموریت له تمدید سره هوکړه وکړي.

جرمني د افغانستان په شمال کې د ناټو له ماموریت پیل څخه خپل پوځي حضور درلود، دوی سره له دې چې چمتو شوي وو، د ناټو له ټاکلي مهال ویش سره افغانستان پرېږدي، خو اوس د کندوز سقوط هغوی نوي تصمیم ته اړ ایستي دي.
په شمال کې چې سوکه سوکه جګړه یو بل رنګ اخلي او ناټو غړو هیوادونو مشران په نوي غواراوي فکر کوي، اکثره لودیځې رسنۍ وايي، چې په سوریه کې دداعش پرضد د روسي الوتکو بریدونو هم تاثیر کړی دی. اکثره دغه رسنۍ وايي، چې د اسیا په دوه نقطو کې سیالي‌ یو بل ته د کمزوري کولو په هلو ځلو تمرکز لري.

تبصره وليکئ