جګړې سږکال پنځه سوه زره کورنۍ بیځایه کړې

محور: دوشنبه ، د لیندۍ د میاشتې ۱۱مه

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايی په روان کال کې په افغانستان کې د جګړې له امله پنځه سوه زره کورنې بیځایه شوې دي. د دغه وزارت چارواکي وايی په دې کال کې څلور سوه زره کورنۍ له نورو هیواد ته راستنې شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د راستنیدونکو چارو رییس رحمت الله حکیمي وايي  د ولسمشر د ۳۰۵ ګڼه فرمان له مخې به ډير ژر راستنو شویو او بیځایه شویو کورنیو ته د کورنو له پاره د ځمکې د ویشلو بهیر پيل کړي.

هغه چې بلخ ولایت ته یې سفر کړی وايي له بې ځایه شویو کورنیو سره بیړنۍ مرستې شوې او لاهم دوام لري.

مزارشریف ښار ته هم د جګړې او نا امنیو له امله سږکال شل زره کورنۍ ورغلې دي. د بلخ د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست وايی ډیرې دا کورنې د فاریاب ، سرپل ، جوزجان او بلخ ولایت د نا امنو ولسوالیو اوسیدونکي دي چې مزارشریف ښار ته کډه شوې دي.

د بلخ د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس سید مسعود قادري وايی له بهرنیو هیوادونو څخه بلخ ته زر کورنې راستنې شوې دي. هغه وايی له دې ډلې تراوسه درې زره او ۹۰۰ بیځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نور توکي ویشل شوي دي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.