حزب اسلامي او طالبانو د کشمیر پر وضعیت اندېښنه ښودلې

حزب اسلامي او طالبانو د کشمیر پر وضعیت اندېښنه ښودلې

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۱۷ مه:

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه اعلامیه کې د کشمیر وضعیت خواشینونکی بللی دی.

د حکمتیار له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د هند له دولت غواړي تر څو ژر تر ژره دې پر کشمیریانو خپل زور زیاتی ودروي.

اعلامیه کاږي، که چېرې هند له کشمیر خپل پوځيان ونه باسي، د کشمیر سربېره به ټوله سیمه کې خطرناکه جګړه پیل شي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم د کشمیر وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د کشمیر مسله افغان سولې پورې تړاو نه لري او نړیوال باید مرسته  وکړي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي.

اعلامیه کې له پاکستان او هندوستان غوښتنه شوې، له داسې اقداماتو ته دې ډډه وکړي چې لانجې زېږوي.

طالبانو همدا راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې برخه کې مرسته  وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.