حكومت بدو ورځو ته چمتووالى نيسي

په داسې حال كې چې د امريكا ، چين او پاكستان په منځګړيتوب له وسله والو طالبانو د سولې به اړه هڅې بې پايلې شوې، ويل كيږي چې راتلونكى اوړى به په افغانستان كې سختې جګړې وشي، د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي دې جګړې ته يې پوره چمتووالى نيولى او وسله وال طالبانو به جدي توګه وځپل شي.

د افغانستان پوليس

د كورنيو چارو وزارت وياند وايي راتلونکي جنګي موسم ته هم دوى پوره تابیا نیولې ده. د كورنيو چارو وزارت وياند وايي بشپړ چمتووالى نيول شوى د ځمكنيو ځواكونو ترڅنګ هوايي ځواك هم پياوړى شوى او په طالبانو به درانه ګوذارونه وشي.

وسله والو طالبانو د تيرو څو كلونو په توپير سږ كال په ژمي كې هم جګړو ته دوام وركړ او په يو شمير سيمو كې يې پرمختګونه هم درلودل، د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې جګړې ته د چمتووالي خبره كوي چې تراوسه هم دا او د ملي دفاع وزارتونه او د ملي امنيت رياست چې د امنيتي حالت په ښه والي كې ټاكونكى رول لري د سرپرستانو له خوا اداره كيږي.

دا په داسې حال کې ده چې لوی درستیز ویلي طالبان په ۲۰۱۵ کال کې ناکام او حرکتونه یې تر ډیره نمایشي وو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.