حکمتیار: موقت حکومت به ټولې ستونزې حل کړي، زه یې جدي پلوی یم

حکمتیار: موقت حکومت به ټولې ستونزې حل کړي، زه یې جدي پلوی یم

محور؛ دوشنبه، د لړم میاشتې ۲۰  مه:

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي، د افغانستان د شته ستونزو او ناخواولو یواځینۍ حل لار، د موقت حکومت جوړېدل دي.

هغه چې نن يې یوې خبري غونډې ته وینا کوله ویلي، د دولت ساز ټیم مشر محمد اشرف غني درملوګ کمپنۍ ته رشوت ورکړی دی، ځکه یې رایې له ټولو لوړې دي.

حکمتیار ټینګار کوي، چې دویم پړاو ټاکنې هم باید د اوسني حکومت نه، بلکې د موقت حکومت له لوري ترسره شي او د ټاکنو د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره موقت حکومت یوازینۍ لاره ده.

د ده په خبره ددوی د معلوماتو له مخې د ۲،۷ میلیونه رایو له ډلې ۱،۲ میلیونه یې تقلبي او بې بایومتریکه وې، چې ددغه رایو بیا شمېرنه پيل شوې ده.

حکمتیار همدا راز وویل، د کمیسیون له لوري د څه باندې اته زره محلونو د رایو بیا شمېرنه د قانون خلاف ده او په خبره یې د رایو بیا شمېرنه باید د ټولو نوماندانو په خوښه او د دوی د ناظرینو په حضور کې ترسره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.