حکومت: موږ د تاوتریخوالي کموالی نه بلکې اوربند غواړو

حکومت: موږ د تاوتریخوالي کموالی نه بلکې اوربند غواړو

محور: یکشنبه، د مرغومی۲۲مه

د افغانستان ولسمشرۍ د سولې په ترڅ کې د اوربند پرځای د تاوتریخوالي له کمولو سره مخالفت وکړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د تاوتریخوالي کمول کره پوځي او حقوقي مانا او عملي بڼه نه لري.  ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغان حکومت د سولې خبرو د پیل لپاره د دوه کاله مخکې په شان اوربند غواړي او  د تاوتریخوالي کمول څرګند تعریف نه شي وړاندې کولی. طالبان او امریکا په رسمي ډول د دوحې د خبرو په تړاو تراوسه معلومات نه ورکوي. دا خبرې دویمې اوونۍ ته وغځېدې خو پایله یې تر اوسه نامالومه ده.  طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، دواړه لوري د زرګونو طالب بندیانو د خلاصون په لارو چارو او د تاوتریخوالي په کمېدو سلا او مشورې کوي. طالبان اوربند ته تیار نه دي، او پر ځای یې د پوځي بریدونو د کمولو خبره کوي. ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو سلا مشورو ته توند غبرګون لري؛ وایي، د  سولې خبرو لپاره د دولت طرحه اوربند دی او د ( تاوتریخوالي کموالی) پوځي او حقوقي مانا او عملي بڼه نه لري.  د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې برخه کې د سپیناوي غوښتنه کوي. بلخوا ویل کیږي د دوحې په خبرو کې د تاوتریخوالي د کموالي څرنګوالی او د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د خپلو ځواکونو د یوې برخې په پاتې کېدو د امریکا ټینګار یوه جدي ننګونه یادیږي. د افغانانو د خپل منځي خبرو د پیلېدو برخلیک لا مالوم نه دی، که څه هم حکومت د مذاکراتو کوربه هېوادونو ته له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي دي.  مخکې امریکا طالبانو ته د لنډ مهال اوربند وړاندیز کړی و، خود طالبانو مشرانو تر سلا مشورو وروسته اوربند ته غاړه کېنښوده، اود واشنګټن د وړاندیز پر ځای یې د تاوتریخوالي د کمېدو خبره وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.