حکومت په شپیته سلنه هیواد واکمني لري

ډاکتر رنګین دادفر سپنتاد افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا په هرات کې د خبرو پر مهال د ملي یوالي په حکومت نیوکه وکړه چې د بی کفایتی له امله ورځ تربلې سیمې له لاسه ورکوي. هغه اندیښنه ښودلې چې  ښايي په روان کال کې یو شمیر نورې ولسوالۍ او ولایتونه هم د حکومت له لاسه ووځي. دی وايي چې د تازه اسنادو له مخې چې ډير ژر به خپاره شي، ښيي چې همدا اوس د افغانستان شپیته په سلو کې خاوره د حکومت په لاس کې ده.

هغه وايي راتلونكى اوړى به ستونزې ډيرې شي. نوموړي وايي افغان ځواكونه ډير تجهيزات او امكانات لري او بايد د افغانستان د خلكو د دښمنانو پروړاندې جدي مبارزه وكړي. نوموړي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مخالفینو ننوتل هم د اندیښنې وړ بللي دي.

د افغانستان د ملي امنيت پخوانى سلاكار ټينګار كوي د تيرې يوې نيمې لسيزې لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ دى.

هغه بهر ته د تحصيل كړو افغانانو په وتلو هم انديښنې ښيي او وايي خلكو ته د دولت نه پاملرنه د دې لامل شوه چې دا حكومت خپل كافي مشروعيت له لاسه وركړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.