خالد: د افغان کومانډویانو له مټو د پنجاب زړه لړزېږي

خالد: د افغان کومانډویانو له مټو د پنجاب زړه لړزېږي

ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کومانډو ځواکونو فراغت غونډې ته په  وینا کې ویلي: د افغان کومانډویانو له مټو د پنجاب زړه لړزېږي

 

د اسدالله خالد د دې جملې له ویلو وروسته، سلګونه کومانډویان چې تازه فارغ شوي دي، د تکبیر نعرې شروع کړې.

 

خالد وايي، افغان وسله وال پوځ د سولې له برحقې داعیې ننګه کوي.

 

د خالد په خبره، سیاستو د سیاستوالو کار دی او افغان سرتېري به له خپلې خاورې دفاع کوي.

 

ملي دفاع وزیر کومانډو ځواکونو ته په خطاب کې وویل، تاسو خپله ترفیع په خپل جرات، مېړانه او سرښندنه کې  وګورئ، د مشرانو او وکیلانو کورنو ته د واسطې په خاطر مه ورځئ.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.