خانشين ولسوالي بيرته نيول شوې

عمرځواكد كورنيو چارو وزارت وايي د خانشين ولسوالي يې بيرته نيولې ده، دا ولسوالي لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په يوه پراخ بريد كې ونيوله.

كه څه هم هغه وخت امنيتي ځواكونو نه منله چې دا ولسوالي يې له لاسه وركړې، خواوس د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي هغه سيمې يې بيرته نيولې چې له لاسه يې وتلې وې.

د هلمند د والي وياند وايي دا په هغه ګډو عملياتو كې نيول شوې چې ملي اردو، پوليس  او ملي امنيت ځواكونه په كې برخه لري. هغه وايي: (دا ولسوالي نن سهار په نهو بجو بيرته له وسله والو ونيول شوه.)

خانشين د ډيورنډ كرښې په مسير كې پرته ده چې له تيرو څلورو مياشتو را په ديخوا دوه ځلې وسله والو ونيوله، د هلمند چارواكي وايي په نيول شويو سيمو كې يې د پوليسو پوستې ځاى پرځاى كړي دي.

د هلمند امنيتي چارواكي وايي امينتي ځواكونوعمليات دوام لري او د دې ولسوالې نورې سيمې به هم تصفيه شي، خو د هلمند د ولايتي شورا يو شميرغړي وايي تراوسه هم په دې ولسوالې كې د وسله والو مقاومت دوام لري

ويل كيږي په دې عملياتو كې نړيوالو ځواكونو په وسله والو سخت هوايي بريدونه كړي دي. په سيمه كې ځينې سرچينې چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي په خانشين ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين ترسختوهوايي بريدونولاندې راغلي اوله همدې امله اړشوي چې پخپله ددې ولسوالۍ له مرکزڅخه په شا شي، وسله والوطالبانوتر اوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.