خان: طالبان سولې ته بېخي ډېر لېواله دي او غواړي يې

خان: طالبان سولې ته بېخي ډېر لېواله دي او غواړي يې

محور؛ سه شنبه، د تلې میاشتې ۱۶ مه:

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، طالبان سولې ته ډېر زیات لېواله دي او غواړي چې افغانستان کې سوله تامین شي.

هغه ویلي، خبرو ته جدي اړتیا ده او جګړه باید د سولې له لارې پای ومومي.

هغه دغه خبرې د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړیو سره کتنه کې کړي دي.

نوموړي په امریکا غږ کړی دی چې ژر تر ژره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

نوموړي امریکايي سناتورانو ته ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې بهیر کې خپل رول ادا کړی دی او نور به هم ادا کړي.

جنرال باجوه هم پر افغان سوله له امریکايي سناتورانو سره کتلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.