خرم: د طالب ځوانانو په ګډون باید د ټولو افغان ځوانانو غږ واورېدل شي

خرم: د طالب ځوانانو په ګډون باید د ټولو افغان ځوانانو غږ واورېدل شي

محور؛ چهارشنبه، د لړم میاشتې ۸ مه:

د قطر “الجزیره خبري آژانس” راپور ورکوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې عایشه خُرم وايي چې د طالب ځوانانو په ګډون باید د افغانستان د ټولو ځوانانو غږ واورېدل شي.

عایشه وايي چې د افغانستان مشران او نړیوال باید د افغانستان د مخ په ډېرېدونکو ځوانانو او د طالبانو د کشرانو جګړه مارانو غږ واوري، که دوی غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

۲۰ کلنه عایشه خرم وايي، په افغانستان له دریو څخه دوې برخې وګړي ۲۴ یا له هغه څخه کم دي او دا ټول په جګړه کې زېږېدلي او رالوی شوي دي.

عایشه بیانوي، زموږ د راتلونکې په اړه هغه اړخونه پرېکړه کوي چې زموږ سره هېڅ تړاو نه لري.

عایشه یو د کابل پوهنتون د نړیوالو اړیکو هغه محصله ده چې د ۱۰۰ نوماندانو له ډلې څخه د دې میاشتې په سر کې ملګرو ملتونو ته د افغانستان د ځوانانو د استازې په توګه وټاکل شوه.

د حل لارې په توګه، عایشه وايي چې ځوانانو ته باید وړاندې له هغه فرصتونه برابر شي چې له طالبانو سره یوځای کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.