داعش جنګیالیو په بټي کوټ کې یو دیني عالم وژلی دی

مولوي ګل اغامولوي ګل اغا سهار مهال له خپل کور څخه دمدرسې پرلور روان و، چې داعش وسله والو ورباندې برید وکړ او ویې واژه. نوموړي په سیمه کې د یوې دیني مدرسې مشري کوله.

د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزی وايي، مولوي ګل اغا د چهارشنبې په سهار اوه بجې مدرسې ته پرلاره وژل شوی دی. نورزی وايي، مولوي ګل اغا یو منځلاری دیني عالم و، په سیمه کې یې ډېر ښه نوم درلود خو داعش جنګیالیو هغه په ډېره بې رحمۍ سره وژلی دی.

ګل اغا دویم دیني ښوونکی دی، چې په روانه میاشت کې دداعش جنګیالیو له خوا وژل کېږي، د سپټمبر په وورستیو کې وسله والو یاغیانو
د اچین ولسوالۍ په سیمه کې یو بل دیني ښوونکی وژلی وو.

د داعش په نوم د سخت دریځو جنګیالیو ټول تمرکز په ننګرهار دی او تازه مهال ددغه ولایت په اتو ولسوالیو کې فعالیتونه لري، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي او ځینې کورنۍ یې کډې کولو ته مجبوره کړې دي.

افغان امنیتي‌ چارواکي وايي، دداعش په نوم د سخت دریځو د نوې څپې پرضد یې پراخ عملیات پیل کړي خو وايي دا پاکستان دی، چې افغانستان ته د سخت دريځو په رالېږلو کې لوی لاس لري.

تبصره وليکئ