داعش وسله والو د سرحدي پولیسو یو پیاوړی قوماندان وژلی دی

داعش وسله والو د سرحدي پولیسو یو پیاوړی قوماندان وژلی دید ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ د داعش جنګیالیو د برید په ترڅ کې ددغې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان سردار ولي او ترلسو زیات ملګري یې وژلي دي.

۶۰۰ داعش جنګیالیو اول تېره شپه ۳ بجې په اچین سرحدي پوستو چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه دي بریدونه وکړل،‌ پوستې یې ونیوې او ټول پولیس یې حلال کړل.

د جلال اباد د عامې روغتیا روغتون ته د قوماندان سردار ولي په شمول د لسو پولیس مړو جسدونه راوړل شوي خو لا دقیقه نده چې په سیمه کې به نور پاتې جسدونه هم وي که نه.

له سیمې راپورونه وايي، چې داعش داځل د اچین ډېره سیمه لاندې کړې او افغان ځواکونو ته د مقاومت پروخت پوره مرسته نده رسېدلې.

تردې دوه ورځې وړاندې افغان ملي امنیت اعلان وکړ چې په اچین کې له داعش سره په جګړه کې یې ۸۵ یاغیان وژلي او ټول یې پاکستانیان دي.

اچین سرحدي ولسوالي ده چې له قبایلي سیمو په استفادې ټول طالب او داعش جنګیالي له همدې سیمې راتېرېږي او په منځ کې یې حتی پوځيان هم لیدل شوي او تشخیص شوي دي.

ځايي خلک وايي د سرحدي پولیسو نور جسدونه لاه دداعش په ساحه کې دي.

تبصره وليکئ