داعش وسله والو پر اچین ولسوالۍ بیا برید کړی دی

داعش وسله والو پر اچین ولسوالۍ بیا برید کړی دیبیګا شپه درې بجې وسله والو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ برید کړی او ځینې سیمې یې نیولې هم دي.

ویل کېږي د برید کوونکو شمیر ۶۰۰ کسانو ته رسېږي او په یوه نیول شوې پوسته کې یې له پولیسو سرونه غوڅ کړي دي. دا د سرحدي پولیسو پوسته وه چې مشري یې سردار ولي کوله، سردار ولي هم په وژل شوو کې دی. د سیمې خلک اوس لګیا دي چې دولت فشار راوړي ترڅو دوی وکولای شي جسدونه ترلاسه کړي.

د اچین ولسوال حاجي غالب وايي، برید ملابانګ مهال پیل شو ، دی وايي برید کوونکي طالبان نه بلکې داعش جنګیالي دي.

تردې درې ورځې وړاندې هم وسله والو یاغیانو په اچین ولسوالۍ برید وکړ خو د افغان تازه دمو ځواکونو په وررسېدو سره یې سیمه پریښوده.

د افغانستان ملي امنیت د درې ورځې وړاندې عملیاتو په ترڅ کې په اچین او چپرهار کې د وژل شوو په اړه په معلوماتو کې په ډاګه کړې وه چې ۸۵ داعش جنګیالي یې وژلي چې ټول پاکستانیان دي.

ځايي خلک وآيي، د ننګرهار اکثره ولسوالۍ له داعش جنګیالیو ډکې دي او دوی تیاری نیسي چې منظم عملیات پیل کړی او دولتي تاسیسات لاندې کړي.

تبصره وليکئ