داعش وسله والو په اچین کې پر امنیتي پوستو جګړه پیل کړې

داعش وسله والو په اچین کې پر امنیتي پوستو جګړه پیل کړېد ننګرهار ولایت له اچین ولسوالۍ څخه راپورونه وايي، چې داعش وسله والو په یاده ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو نن له سهار راهیسې بریدونه پیل کړي او جګړه تر دم ګړۍ دوام لري.

د اچین ولسوال غالب مجاهد وايي، جګړه د ولسوالۍ په امنیتي پوستو جګړه له دوه لوریو پیل شوې او ددرنو وسلو ډزې لاهم په شدت سره اورېدل کېږي.

امنیتي سرچينې وايي، په سرحدي سیمو پراته افغان سرحدي ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښې ته رارسېدلي او داعش جنګیالي‌ یې څنډې ته کړي دي.

د ملګرو ملتونو په یو وروستي بیان کې راغلي چې داعش جنګیالي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۵ هغو کې یې نفوذ لري، خو د ملګرو ملتونو دې څرګندونو په افغانستان کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

داعش په تاکتیکي ډول د پاکستان له خوا د افغانستان ختیځ ته راولېږدېد او یوازې په ننګرهار، بدخشان، نورستان او لوګر کې یې فعالیتونه محسوس دي.

اوس مهال د ننګرهار په ډېرو سیمو کې چې داعش غواړي د پښې ایښودو ځای ومومي له طالبانو سره په جګړه کې کېوتي او طالبان هم دداعش پروړاندې د خپلې بقا لپاره سخته جګړه کوي.

تبصره وليکئ