داعش په صنعا کې د انتحاري بریدونو پړه پر غاړه واخیسته

داعش په صنعا کې د انتحاري بریدونو پړه پر غاړه واخیستهد یمن په پلازمېنه صنعا کې د دوو انتحاري بریدونو په پایله کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي. داعش د دې بریدونو پړه پر غاړه واخیسته. د ایران د بهرنیو چارو ویاندې دغه برید وغندلو.

د پنجشنبې ورځ چې د لوی اختر له لومړۍ ورځ سره سمون خوري، راپورونه د عیني شاهدانو په استناد سره وايي چې دوو انتحاري بریدګرو د صنعا د ښار په البلیلي جومات کې ځانونو ته انفجار ورکړ چې د ټپیانو او مړو شمېر پکې ډېر زیات دی.

عربي رسنۍ د مړیو شمېر له ۲۵ تر ۲۹ تنو ښيي خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغو بریدونو کې څه کم لسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په دې تروریستي برید کې لسګونه کسه ټپیان شوي دي.

د البلیلي جومات په یمن کې د حوثي شیعه‌ګانو (د انصارالله ګوند) تر کنترول لاندې دی چې د صنعا د پوځي هډو تر څنګ موقعیت لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه انتحاري برید وغندلو. مرضیه افخم وویلې: «د یمن مظلوم خلک اوس د عربي‌ائتلافي ځواکونو او تروریزم د جبه تر ظلم لاندې دي.»

د رویټرز خبري آژانس د پنجشنبې په ماسپیښین راپور ورکړ چې په یمن کې داعش پلوې تروریستې دلې د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.

تبصره وليکئ