دافغانستان پولو ته څېرمه دروسي الوتکو اډه جوړېږي

دافغانستان پولو ته څېرمه دروسي الوتکو اډه جوړېږيد روسېې ددفاع وزارت نن اعلان وکړ چې ۲۰۱نمبر اډې ته چې د تاجکستان په خوره کې موقيت لري، يوشمېر هلېکوپترې او نور نظامي تجهيزات رالېږدوي.

د هليکوپترو تعداد او د انتقال لامل يې واضح ندی مګر د روسيې دنظامي حوزې د استازي ياروسلاو راشوپکين په وينا چې له تاس خبري اژانس سره غږېدلی، دا الوتکې د عيني په پوڅي اډه کې چې د دوشنبې ښار په ۱۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري، درول کېږي.

دا پرېکړه د دروسيې ولسمشر پوتين او دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ترمنځ په سوچي کې ترليدنې يوه ورز وروسته کېږي. امام علي له پوتين سره دليدنې پرمهال له افغانستان سره يې دهېواد په ګډه پوله له جګړو زياتېدو هم اندېښنه ښودلې

دتاجکستان ولسمشر په ډاګه کړه چې دم ګړۍ دافغان -تاجک پولې په ۶۰ سلنه سرحد جنګ دوام لري.
هغه زياته کړه : افغانستان کې وضعيت ورځ تربلې خرابېدونکی دی او دا وضعيت عملاً تاجکستان ګواښي.

دتاجک ولسمشر اندېښنه په داسې حال کې په زياتېدو ده چې په شمال کې دطالب ترهګرو له خوا پر کندوز بريد وشو او دغه ولايت يې څو ورځې په ولکه کې و.

تبصره وليکئ