داوړ: په پخې حوصلې او قوي هوډ بیا د مبارزې ډګر ته راوځو

داوړ: په پخې حوصلې او قوي هوډ بیا د مبارزې ډګر ته راوځو

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۳۰ مه:

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، په پخې حوصلې او قوي هوډ به یو ځل بیا د حق غوښتنې مبارزې ډګر ته ور دانګي.

هغه ټینګار کړی دی، د ده او علي وزیر په نیولو د پاکستان حکومت وښوده چې هېڅ راز بشري حقونو ته درناوی نه لري، ځکه دغه هېواد د حق غوښتنې له مبارزو وېره لري.

محسن داوړ او علي وزیر تېره شپه ناوخته د پاکستان حکومت له بند خونې راخوشې شول.

د پي ټي ام دغه  دوه مخکښ غړي ۴ میاشتې د پاکستان حکومت په بند خونه کې وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.