دداعش په کمپونو کې امریکايي او بریتانوي ترینران روسي جنګیالي روزي

ضمیر کابلوفیو مشر روسی دیپلومات وايي، داعش په افغانستان کې روسي سخت دريځي جنګیالي روزي چې منځنۍ اسیا ته یې د جګړې لپاره واستوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې امنیتي کنفرانس ته ويلي، چې د داعش جنګیالیو د روزونکو په منځ کې ډېری داسې ټرینران دي، چې د امریکا او بریتانیا پاسپورتونه لري.

کابلوف وویل: (( په افغانستان کې د داعش څو کمپونه دي، چې د منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول د روسیې یاغي جنګیالي اتباع پکې روزل کېږي او هڅه کېږي دغه جنګیالي دداعش د پراختیا او حګړې لپاره منځنۍ اسیا او روسیې ته واستول شي))

کابلوف په مسکو کې کنفرانس ته دوینا پرمهال وویل، په دداعش جنګیالیو د روزنې په کمپونو کې د ګڼو هېوادونو اتباع روزنه ورکوي چې اکثره ښوونکي عرب، پاکستاني دي او د حیرانتیا وړ ده چې ځینې ښوونکي یې د بریتانیا او امریکا پاسپورتونه لري.

د روسیې استخبارات تخمین کوي، چې دم ګړۍ په افغانستان کې ۳۵۰۰ داعش جنګیالي فعالیت لري، چې د سوریې او عراق له اسلامي دولت سره بیعت لري او داشمېر ورځ تربلې پراخېږي.

ديپلومات وايي: (( دداعش جنګیالیو پراختیا په افغانستان کې د امنیت لپاره لومړی درجه تهدید دی. په اړه یې فکر وکړئ. یو کال وړاندې دغې ډلې فعالیت شروع کړ او نن ورځ یې افغانستان کې شمیر تر ۳۵۰۰ اوړي. له یاده مه باسئ چې د سخت دريځو نور حامي جنګیالي هم لېواله دي له دغې ډلې سره یوځای شي)).

تبصره وليکئ