درېیو اروپايي هیوادونو له ایران غوښتي چې اټومي تړون ته ژمن پاتي شي

درېیو اروپايي هیوادونو له ایران غوښتي چې اټومي تړون ته ژمن پاتي شي

محور، دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه

دریېو اروپایي هېوادونو پر ایران غږ کړی دی چې باید اټومي تړون ته ژمن پاتې شي. د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د المان او بریټانیا لومړیو وزیرانو ایران ته خبرداری ورکړی چې هغه تړون ته ژمن پاتې شي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې په ویانا کې له ځواکمنو هېوادونو سره کړی و. همدا راز ویل  کیږي چې دا موضوع د بهرنیو چارو د وزیرانو په بېړنۍ غونډه کې په پاریس کې هم یاده شوې ده. یادو هېوادونو له ایرانه په کلکه غوښتنه کړې ده چې بېرته باید دغه تړون ته راوګرځي. ایران د قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته په غبرګون کې ویلي وو چې دوی له دې وروسته  اټومي تړون ته ځان   مسوول نه ګڼي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.