دفاع وزارت: د غزني جغتو ولسوالي افغان ځواکونو بېرته ونیوله

دفاع وزارت: د غزني جغتو ولسوالي افغان ځواکونو بېرته ونیوله

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۳۰ مه:

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو نن وروسته له غرمې د غزني جغتو ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته نیولې ده.

ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیاتو کې، لسګونه طالبان وژل شوي دي؛ خو کره شمېر یې نه دی مالوم.

دغه ولسوالي غزني کې د مبین په نوم د پیل شویو عملیاتو په پایله کې نیول شوې ده.

خبرپاڼه کاږي، جغتو ولسوالۍ سره د غزني جاغوري، مالستان، اجرستان او ناور ولسوالۍ هم نښلول شوي دي.

د دوو اوونیو په ترڅ کې، دا څلورمه ولسوالي ده چې افغان ځواکونه يې له طالبانو بېرته نیسي.

درې میاشتې مخکې هم افغان ځواکونو غزني کې دوه ولسوالۍ له طالبانو نیولې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.