دونالدترمپ: پرطالبانو وروستی پوځي فشاربې ساري و

دونالدترمپ: پرطالبانو وروستی پوځي فشاربې ساري و

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشردونالد ترمپ وايي طالبانود وروستیو دوو میاشتو پوځي فشارونه د تاریخ په اوږدو کې نه وو لیدلي. د امریکا ولسمشر ادعا کوي چې په افغانستان کې داعش ډله سخته ځپل شوې چې وروستیو دوو میاشتو کې بی سارې وه.

هغه وايی: (له طالبانو سره د خبرو تر بندیدو وروسته  مونږ هغې ډلې ته درانه ګوذارونه ورکړل چې د جګړې په تاریخ کې یې دا ډول زیانونه نه و زغملي.)

ډونالد ټرمپ دغه راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې په وروستیو شپږو میاشتو کې د زرګونو داعشیانو شمېر یې دوو سوو ته را ټیټ کړی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم په افغانستان کې د داعش د بشپړې ماتې خبر ورکوي. د دغه وزات ویاند وايي: ( داعش ننګرهار کې په بشپړډول مات شوی دی.)  بلخوا د امریکا د پوځ لوی درستیزمارک میلي وایي، په ننګرهار کې داعش په کم ساري ډول ځپل شوی دی. دی وایي د افغان او نړیوالو ځواکونو په پوځي فشارونو کې د داعش جنګیالیو شمېر پام وړ کم شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.