د ارزګان دیني علما: اجازه نه ورکوو مدرسې مو د سپر په توګه وکارېږي

د ارزګان دیني علما: اجازه نه ورکوو مدرسې مو د سپر په توګه وکارېږي

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۱۶ مه:

د ارزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ دیني علماوو دغې ولسوالۍ کې امنیتي چارواکو ته په امنیتي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغه دیني علماو چې تېره ورځ دهراوت ولسوالۍ کې راټول شوي و ویلي، هېچاته به دغه ولسوالۍ کې د امنیت ګډوډولو او نورو تخریبي کړنو اجازه ورنه کړي.

دیني عالم مولوي مظهري ویلي د دغې ولسوالۍ عُلماء او مدرسین هېچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی له مدارسو څخه دې د سپر په توګه ګټه پورته کړي.

دیني علماوو له امنیتي چارواکو غوښتي چې دیني مدارسو ته دې د شک په سترګه نه ګوري.

د معلوماتو له مخې اوس مهال د روزګان د دهراوت ولسوالۍ تر دولتي حاکمیت لاندې ساحو کې شااوخوا ۴۸ دیني مدرسې فعالیت لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه و چې ګنې وسله وال طالبان د خپلو پوځي موخو لپاره، له دیني مدرسو او جوماتونو څخه ګټه پورته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.